یونېسف یا له ماشومانو سره د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق وايي چې ډنمارک د افغان ماشومانو د زده کړې له بهیر سره پنځه میلون ډالره مرسته کړې ده.
د یونېسف افغانستان څانکې په یو ټوېټ سره لیکلي دي چې دا موسسه د نړیوالو خیریه ټولنو په مرسته په افغانستان کې د زیانمنونکو هلکانو او نجونو لپاره د زده کړې پروګرام پراخوي.
په داسې حال کې چې له شپږمه پورته ټولګي زده کوونکو نجونو پرمخ، لا هم د ښوونځیو دروازې بندې دي.
د یونېسف دفترله افغانستان سره، پرون هم د جنوبي کوریا د پنځه میلیون ډالره مرستې خبر ورکړی و