په کندوز کې د ا.ا د امنیتي چارواکو او وسلوالو ترمنځ په یوه نښته کې پنځه وسله‌ وال وژل شوي دي

په کندوز کې د ا.ا د امنیتي چارواکو او وسلوالو ترمنځ په یوه نښته کې پنځه وسله‌ وال وژل شوي دي

د کندوز د امنيې قوماندانۍ ویاند حافظ عبیدالله عابدې رسنیو ته وویل، نن سهار ۷ بجې د کندز ښار د دویمې حوزې اړوند د سرک نو په سیمه کې د یوې پنځه کسیزې وسله‌والې ډلې او د دوی امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځه شوه.

نوموړی وايي، د نښتې په نتیجه کې هغه ۵ تنه وسله‌وال وژل شوي چې د دوی په خبره غوښتل یې عامه نظم ګډ وډ کړي.

د نوموړې په وینا،  په دې نښته کې ملکي وګړو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

خو ښاغلي عابدې په ډاګه نه‌کړه، چې وژل شوي کسانو له کومې ډلې سره تړاو درلود .