.دغه نجونې چې ډېرې یې د پنځم او شپږم ټولګیو زده کوونکې دي رسنیو ته ویلي، د ا.ا چارواکو له خوا اوس ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي
په عین وخت کې د ا.ا د کندهار د پوهنې چارواکي هم مني چې د لوړ عمر لرونکي نجونې د ښکته ټولګیو څخه ایستل شوي او کورونو ته استول شوي دي
.بل خوا د کندهار اوسیدونکي وايي د ښځينه ښوونځیو تړل او نجوني ښوونځیو ته نه پرېښودل ټولنه د یوې لويي تاریکۍ سره مخ کوي
.دا په داسي حال کې ده چې دا مهال په ټول افغانستان کې د شپږم ټولګیو پورته ښوونځي د نجونو پرمخ تړل شوي دي