ا.ا وايي، چې په تېرې یوې اوونۍ کې د دې نښتو په ترڅ کې لس تنه ټپيان شوي دي.
دا کسان په مارجه، ګرمسیر او نوزاد ولسوالیو کې ټپیان شوي دي.
تر دې مخکې له سنګین او نوزاد ولسوالیو څخه د خپل منځي شخړو راپورنه راغلې وه چې په کښې دوه کسان وژل شوي او څوارلس ټپیان شوي وو.
.د هلمند اوسېدونکي وایي په ځوانانو کې دا شخړې د بېکارۍ، وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له امله ډېرې شوي دي