په نړیواله کچه سږکال ۳۶۳ ژورنالېستان بندیان شوي دي چې دا کچه په تېرو درې لسیزو کې بې سارې ګڼل شوې ده

په نړیواله کچه سږکال ۳۶۳ ژورنالېستان بندیان شوي دي چې دا کچه په تېرو درې لسیزو کې بې سارې ګڼل شوې ده

د ژونالېستانو د مصؤنیت کمېټې (ډ یسمبر په ۱۴مه) ویلي د نوي احصایې له‌مخې دا په تېرو دېرشو کلونو کې لومړی ځل دی چې په نړیواله کچه د زنداني شویو ژورنالېستانو دومره لوړ شمېر ثبتیږي.

دې کمېټې ویلي دي چې، د ډیسمبر تر پیله ۳۶۳ ژورنالېستان د زندانونو د میلو تر شا وو چې په دې ارقامو کې د ۲۰۲۱ میلادي کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د ژونالېستانو د مصؤنیت د کمېټې د کلنۍ احصایې له‌مخې ایران د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر ژورنالېستان بندیان کړي.

 چین، میانمار، ترکیه او بیلاورس تر ایران وروسته د دویمې درجې هېوادونو په ډله کې یاد شوي چې ډېر ژورنالېستان په‌کې بندیان دي.