د سانتي په نوم دغه رضاکاره ټولنه غواړي چې په ننګرهار کې د ۲ لکه ډالرو په ارزښت د ماشومانو لپاره کتابتون جوړ کړي.
د دې ټولنې مشر انجینر عنایت الله نصر وايي، دا کتابتون به په ۲۴۵ متر مربع مځکه کې، د ۸ میاشتو په موده کې جوړیږي .
د دې کتابتو د بنسټ ډبره پرون کېښودل شوه.
افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه دی چې د کوچنیانو ادبیانو ته په کې ډېره پاملرنه نه ده شوې او په دې برخه کې لږې هڅې شوي دي.
د کوچنیانو ترڅنګ د لويانو لپاره مخکې ډېر دغه ډول کتابتونونه جوړ شوي دي، خو موده وروسته بېرته تړل شوي دي.