په ملګرو ملتونو کې د ا.ا او میانمار د استازو د منلو یا ردولو وروستۍ پرېکړه د دویم ځل لپاره ځنډېدلې ده

په ملګرو ملتونو کې د ا.ا او میانمار د استازو د منلو یا ردولو وروستۍ پرېکړه د دویم ځل لپاره ځنډېدلې ده

 ملګري ملتونه د دغې پریکړي په اړه به راتلونکو نهو میاشتو کې ارزونه کوي.

د ډیپلوماتانو د وینا له مخې له دې اقدام سره د افغانستان د پخواني جمهوري نظام او د میانمار پخواني استازي به ملګرو ملتونو کې په خپلو څوکیو پاتې کېږي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله چې ۱۹۸ غړي لري، د جمعې په ورځ په دې اړه خبرې وکړي.

ا.ا لا تر اوسه د ملګرو ملتونو پر دې تازه ګام څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې له دغه سازمانه غوښې وه چې د دوی له‌خوا معرفي شوی استازی سهیل شاهین ومني.