په غزني کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په غزني کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د غزني سیمه ییز چارواکي  وايي، چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې یو عراده کرولا ډوله موټر د موټر چلوونکي له اختیاره وتلی او له سړکه لوېدلی دی.

 رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پېښه کې د دوو ښځو په ګډون یو ماشوم وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي، موټر د دوشنبې په ورځ له غزني څخه کندهار ته روان وو، چې د یادې ولسوالۍ په کمپنۍ سیمه کې چپه شو.

پیښه د موټروان د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.