د خیبرپښتونخوا په دره اسماعیل خان کې د نښتې پرمهال دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي
د ریپوټونو له مخې وسله والو پر امنیتي ځواکونو او پولیسو هغه مهال برید وکړ چې له یوې ډلې سره یې د سېل ځپلې سیمې څخه لیدنه کوله.
برید په یوې غرنۍ سیمه کې شوی دی او هلته د برید کوونکو د موندلو هڅې روانې دي.
د برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی دی.
په جنوبي وزیرستان کې هم تر دې پېښې یوه ورځ مخکې یو پاکستانی عسکر وژل شوی و او درې تنه ټپیان شوي وو چې د هغه برید مسوولیت هم تحریک طالبان پاکستان منلی و.