د ایران په ښارونو کې تېره شپه له سختو امنیتي تدابیرو سره د لاریون کوونکو عتراضونه دوام درلودل
دغو اعتراض کوونکو شعارونه ورکول چې مړ دې وي دیکتاتور.
په خپاره شوي انځورونو کې خلک په تهران، کرج، مشهد، اصفهان، شیراز، رشت او ګڼو نورو ښارونو کې د لاریون په حال کې لیدل کېږي.
د تهران په شهرک غرب سیمه کې امنیتي ځواکونو پر مظاهره چیانو ډزې وکړې.
د دغه ښار په نورو سیمو کې هم ښځو د اعتراض په دود ټیکري له سرونو لېرې کړي وو او مرګ په دیکتاتور نارې یې وهلې