د حاکم رژیم پر ضد دا مظاهرې وروسته له هغه پېل شوې چې یوه ځوانه زنداني شوې نجلۍ روغتون ته په رسېدو مړه شوه
قهرجن مظاهره چیان د ایران امنیتي ځواکونه د مهسا امیني د وژنې مسوول بولي.
د مظاهرو پر مهال تر دې دمه د پولیسو په ډزو کې ۳۰ مظاهره چیان وژل شوي اوتر زرو زیات مظاهره چیان بیا نیول شوي دي.
.ایراني چارواکو له مظاهره چیانو سره د نښتو پر مهال د پولیسو مرګژوبله هم تایید کړې خو دقیق ارقام یې نه دي اعلان کړي