په افغانستان کې له پېښو سره د مبارزې وزارت، په هیواد کې څه باندې شلو ولایتونو کې له دوو ورځو راهیسې د واورو او بارانونو د دوام خبر ورکړی دی

په افغانستان کې له پېښو سره د مبارزې وزارت، په هیواد کې څه باندې شلو ولایتونو کې له دوو ورځو راهیسې د واورو او بارانونو د دوام خبر ورکړی دی

د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي په یوه پیغام کې د ځینو خلکو د زیانمنېدو او د کورونو ورانېدل هم تایید کړي دي.

رحیمي ویلي: “د واورې ښووېدنې له امله د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې یو کس مړ شوی دی او همدارنګه په بادغیس، کونړ، فاریاب او تخار ولایتونو کې دېرش کورونه په بشپړ یا نیمه توګه وران شوي دي.”

اخوا د افغانستان هوا پېژندنې ادارې د نن لپاره هم په یو شمېر ولایتونو کې د واورو او بارانونو اټکل کړی دی.

د واورو او بارانونو له امله د اکثرو لارو د بندېدو خبرونه هم خپاره شوي خو حکومت وايي ځینې لارې یې بېرته خلاصې کړي دي.