په افغانستان کې د يو شمېر نړيوالو سازمانونو لخوا د نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام ارزونه

په افغانستان کې د يو شمېر نړيوالو سازمانونو لخوا د نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام ارزونه

د روغتیا د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې او همدارنګه د نړیوال وجهي صندوق استازي په همدې هدف افغانستان ته سفر کړی دی.

د ا.ا عامې روغتیا وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې تړاو لومړۍ غونډه د روغتیاپالې سهیلا صدیق په نوم جوړ شوي تالار کې دایره شوه.

دغه استازي د نړیوال مالي صندوق د دفتر په مالي مرسته افغانستان ته راغلي دي او تمه ده ،د مرکز سربېره په ولایتونو کې هم د نري رنځ ناروغۍ د کنټرول ملي پروګرام له نږدې وارزوي.

د نري رنځ یا توبرکلوز د کلني راپور په اساس ،افغانستان کې هر کال تر ۱۳ زره کسان د دې ناروغۍ له امله مري او افغانستان په سیمه کې د توبرکلوز د ډېرو پېښو لرونکی هېواد دی