د سفارت د خبرپاڼې له مخې، امريکا د ٢٠٠٢ کال له پيله تر اوسه پاکستان ته د افغان کډوالو د لاسنیوي لپاره ٢٧٣ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.
تر ټولو ډېرې مرستې د افغانانو لپاره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د روغتیا او پوهنې په برخو د پاکستان حکومت ته ورکړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې دا مهال شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې اوسیږي، او د اټکلونو له مخې تر یو میلونه افغانان د اسنادو پرته په دې هیواد کې میشت دي.