د غزې روغتیا وزارت پرون د مخکېنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال هم د لږ تر لږه ۸۳ نورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د اکټوبر له اوومې په دې جګړه کې د ټپیانو شمېر ۷۹زره ۳۶۶ ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییل پوځي عملیات پرون هم په شدت روان وو.
اسراییل اعلان کړی چې د بشري مرستو لومړۍ جوپه دغه کلابند شوي ښار ته رسېدلې ده.