پاکستان: نه سفارت تړو او نه هم دیپلوماتان بېرته غواړو

پاکستان: نه سفارت تړو او نه هم دیپلوماتان بېرته غواړو

په کابل کې د پاکستان پر سفارت له برید څو ساعته وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې راغلې چې د دې برید په تړاو یې اسلام آباد کې د افغانستان سفیر  احضار کړی دی

پاکستان په دې اړه د خپلې ژورې اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، له ا.ا غوښتې دي چې برید کوونکي باید ژر تر ژره د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

بیان کې د افغان سفارت د چاروسمبالونکي نوم نه دی اخيستل شوی خو د هغه له قوله ویل شوي چې برید د خفګان وړ دی او دا د افغانستان او پاکستان د دښمنانو کار دی.

 پاکستان د خپل سفارت د امنیت په اړه د پلټنو غوښتنه کړې او د دوی د ټولو دیپلوماتیکو مرکزونو، دیپلوماتانو او وګړو د امنیت لپاره د اړینو ګامونونو اخیستنې سپارښتنه وکړه.

پاکستان په جلال آباد، مزار شریف، هرات او کندهار کې کونسګلرۍ هم لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي دي چې له دې برید وروسته پلان نلري چې  سفارت  وتړي او یا خپل ډیپلوماتان بېرته وغواړي.