پاکستان: له چمن څخه د دیني عالمانو او قومي مشرانو یو پلاوی کندهار ته تللی تر څو د ا.ا له مشرانو سره پر ډیورنډ کرښه د شخړو د هواري په اړه خبرې وکړي

پاکستان: له چمن څخه د دیني عالمانو او قومي مشرانو یو پلاوی کندهار ته تللی تر څو د ا.ا له مشرانو سره پر ډیورنډ کرښه د شخړو د هواري په اړه خبرې وکړي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په دې پلاوي کې چې قاري اسلام عالمیار یې مشري کوي، د چمن د سیمې ۱۶ تنه ملایان او سپین ږیري شامل دي.

ویل کیږي دا پلاوی به د کندهار له والي حاجي محمد وفا او د ا.ا نورو مشرانو سره د کرښې په دواړو خواوو کې د نښتو په اړه خبرې کوي.

تېره اوونۍ د سپین بولدک – چمن ترمنځ په شیرواوبو سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ دوې نښتې وشوې چې په دواړو خواوو کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

ا.ا پاکستاني پوځیان د نښتو په پیلولو تورن کړل خو پاکستان بیا وايي چې دا نښتې د ا.ا له لورې پیل شوې.