ټومیس وېسټ په نبراسکا پوهنتون کې د افغانستان په اړه د امريکا پر پاليسۍ خبرې کړي دي

ټومیس وېسټ په نبراسکا پوهنتون کې د افغانستان په اړه د امريکا پر پاليسۍ خبرې کړي دي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي د امریکا د اوماها په نبراسکا پوهنتون کې یې د یوې غونډې پر مهال د افغانستان په اړه د امریکا د پالیسۍ اړوند ستونزو او پرمختګونو په اړه خبري کړي دي.

توماس وېسټ پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دا غونډه د نبراسکا د پوهنتون او د دې پوهنتون د افغانستان د مطالعاتو د مرکز د مشر شیر جان احمدزي په بلنه جوړه شوې وه چې د ياد پوهنتون د محصلانو، استادانو، څېړونکو او افغانانو په ګډون د اوهاما ټولنې غړو هم برخه اخیستې وه.

نوموړي د غونډې له تنظیمونکو نه د مننې ترڅنګ ویلي، د دې فرصت ورته برابر شو چې د ټولنې خبرې واوري چې له ډېرو سختو پوښتنو سره هم ملې وې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ چې له دې مخکې د افغانستان له پخوانیو چارواکو او سیاسونو سره ډېر ځلې خبرې کړې وې،د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د خبرو یادونه وکړه او ویې ویل، له ښاغلي کرزي سره یې د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغانانو ترمنځ د فوري ملي ډیالوګ پر اړتیا  او د ښځو پر اساسي حقونو یې خبرې کړې دي.