دغه بنسټ پرون (د تلې په لسمه) په یوه ټویټ کې ویلي دي، د ژمي پر مهال روغتیایي خدمتونه او د خلکو ساتنه د دوی له لومړیتوبونو څخه دي.
دغه صندوق همدا راز په یوه راپور کې اندېښنه ښودلې چې د افغانستان ۹۵ فیصده وګړي لا هم له لوږې سره مخامخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.ایف.پي) را روان ژمی په افغانستان کې سخت بللی، خو د خپلو مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی دی.