يونېسف بغلان کې ماشومانو ته د زده‌کړې ۷۲۰ محلي ټولګۍ جوړي کړي دي

يونېسف بغلان کې ماشومانو ته د زده‌کړې ۷۲۰ محلي ټولګۍ جوړي کړي دي

له دې جملې څخه ۶۲۰ ټولګي د یونېسف له‌خوا او ۱۰۰ نور ټولګۍ د اکټیډ مؤسسې له‌خوا جوړي شوي دي.

پژواک اژانس راپور ورکړی چې دغه دوه بنسټونه د ښوونکو د معاشونو د ورکړې ترڅنګ د يادو ټولګيو لپاره نور اړين وسايل هم برابروي.

دغه ټولګي د نهرين، مرکزي – بغلان، دهنه غوري، دوشي او بورکې ولسواليو په مرکزونو کې فعال شوي دي