يوناما افغانستان کې د اعدام سزا مخالفت کړی دی

يوناما افغانستان کې د اعدام سزا مخالفت کړی دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د ا.ا له ‌خوا د قصاص د حکم په غبرګون کې وایي، ملګري ملتونه په هر ډول شرایطو کې په کلکه د اعدام د سزا مخالف دي.

یوناما پرون ناوخته خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې فرا کې په عام محضر کې د یو کس له قصاصه خبر شوي او دغه بنسټ د ا.ا له چارواکو غوښتي چې د اعدام سزا د لغوې  کولو لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.

ویل کیږي چې د ا.ا له بیا واکمنېدو سره دا لومړنی قصاص دی چې پرون په فرا ولایت کې ترسره شو.

ا.ا وایي، د قصاص په دغه پېښه کې قاتل د مقتول د پلار له‌خوا په درې ډزه ویشتل شوی دی.

دغې پېښې د نړیوالو سازمانونو غبرګونونه پارولي او د بښنې نړیوال سازمان وايي، د اعدام هر ډول حکم د ژوندانه له حقه سرغړونه ده او په عام محضر کې  د دې ډول حکمونو پلي کول انساني کرامت ته سپکاوی دی.