يعقوب مجاهد ټام وېسټ ته: د افغانستان له خاورې به هیچا ته ګواښ پېښ نشي

يعقوب مجاهد ټام وېسټ ته: د افغانستان له خاورې به هیچا ته ګواښ پېښ نشي

د ا.ا دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېست ته ډاډ ورکړ چې، د افغانستان له خاورې هیچا ته به ګواښ  پېښ نشي.

مجاهد او وېسټ پرون د متحده امارت په پلازمینه ابوظبۍ کې سره کتلې دي چې د دې خبرو جزییات د ا.ا د دفاع وزارت له لورې خپاره شول.

محمد یعقوب مجاهد او ورسره پلاوی یې له تېرو دوو ورځو راهیسې په اماراتو کې دی او هلته یې د هغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره هم په دوه اړخیزو مسلو خبرې کړي دي.

ا.ا داسې مهال نورو هېوادونو ته امنیتي ډاډ ورکوي چې تر دې وړاندې د سیمې یو شمېر هېوادنو ویلي، وو چې په افغانستان کې اوس هم  نړیوالې او سیمه‌ییزې ترهګرې ډلې لکه، داعش، القاعده تحریک طالبان پاکستان او ورته نور وسله‌وال ګروپونه فعالیت کوي.