ولادمیر زلنسکي پارلمان ته د کال په وروستۍ وینا کې وویل، اوکراین د روسیې د یرغل په وړاندې د یووالي او زړورتیا له کبله په ټوله نړۍ کې په رسمیت پېژندل شوی دی

ولادمیر زلنسکي پارلمان ته د کال په وروستۍ وینا کې وویل، اوکراین د روسیې د یرغل په وړاندې د یووالي او زړورتیا له کبله په ټوله نړۍ کې په رسمیت پېژندل شوی دی

ولادمیر زلنسکي د خپل بیرغ شین او ژړ رنګ د خپلواکي سمبول وباله او له اوکراییني پوځ یې مننه وکړه چې د روسیې په وړاندې جنګیږي.

روسیې څه باندې لس میاشتې وړاندې پر اوکراین  یرغل وکړ چې لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو د تازه خپاره شوي راپور له مخې، په دې موده کې نژدې ۷ زره ملکي اوکراینیان وژل شوي او یولس زره نور ټپیان شوي دي.