د امریکا د استازو جرګې یو جمهوریپال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو په اړه د ولسمشر جوبایډن له ادارې څخه یې د توضیحاتو غوښتنه کړې ده.
د استازو په جرګه کې د فلوریډا استازي مایک والټس له فاکس نیوز چینل سره په خبرو کې ټینګار کړی چې باید دي د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته قانع کوونکی ځواب ورکړل شي.
والټس وايي چې له افغانستانه د وتلو عملیاتو عواقب لاهم په امریکا کې لېدل کیږي،چې نور باید داسې عملیات تکرار نه شي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه، د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال د کابل په هوايي ډګر کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې یوه انتحاري حمله وشوه چې ۱۷۰ تنه ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان یې ووژل.
بل لورې ته بیا سپینې ماڼۍ تل د کابل له هوايي ډګر څخه د لېږد پروسې دفاع کړې ده او تاکید یې بر دې و، چې د دغو پنځلسو ورځو په ترڅ کې یې له ۱۲۴ زرو ډېر زیانګاله افغانان له افغانستانه بهر ایستلې دي .