ټاکل شوې چې نن د افغانستان په ځینو ولایتونو کې له پنځو کلونو کمعمره ماشومانو ته د پولیو د ناروغۍ ضد واکسين کمپاین پیل شي.
یونېسف له خلکو غوښتي چې خپل ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کړي او د ټول عمر لپاره یې له فلج څخه خوندي کړي.
د ګوزڼ ضد د واکسين دغه کمپاین په کابل، کندهار، هلمند، نیمروز، زابل، ارزګان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، هرات، فراه، غزني، خوست، پکتیکا او پکتیا کې پیلیږي.
په عین حال کې د بیل او میلینډا ګیټس بنسټ په نړۍ کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره د یو ملیارډ او دوه سوه ملیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
د دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې راغلي، دغه پیسې به د هغې ستراتېژۍ له تطبیق سره مرسته وکړي چې تر۲۰۲۶ کال پورې په نړۍ کې د پولیو د له منځه وړلو د نوښت په نوم جوړه شوې ده.
اوس مهال افغانستان او پاکستان یوازني هېوادونه دي چې د ګوزڼ له ناروغۍ سره لاس او ګریوان دي
د روان کال له پیله افغانستان کې د پولیو دوه نوې پیښې ثبت شوي او په پاکستان کې بیا د دغې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر شلو ته رسیږ چې ټولې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ثبت شوي دي