د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ژمنه کوي چې د ژمي تر پایه به له څه باندې ۱۵ میلیونه افغانانو سره په افغانستان کې د خوراکي موادو مرستې وکړي.
په افغانستان کې د ډبلیو ایف پي ویاند وحید الله اماني رسنیو ته وویل: ” د یوسل او پنځوس زره ټنه خوراکي موادو ذخیره کول د خوراکي توکو د مرستو له لومړیتوبونو څخه دي تر څو د ژمې په موسم کې هغو لرې پرتو سیمو ته چې لارې یې بندیږي، خوراکي مواد ورسول شي.
نن د اکټوبر ۱۶مه په نړۍ کې د خوړو نړیواله ورځ لمانځل کیږي خو په افغانستان کې بیا د راپورونو له مخې تر ۱۹ میلیونه ډېر کسان بشپړ خواړه نه لري او ۶ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي.