د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یو ټویټ سره ویلي، چې د ناورین ځپلو ښځو د مرستې لپاره په ټول افغانستان کې یو شمېر مرکزونه جوړوي.
د ټوېټ له مخې له ملګرو ملتونو سره به په دې کار کې د جاپان هېواد، د ژغورنې نړیواله کمېټه او د ښځو ځينې سازمانونه برخه ولري.
د دې پروګرام له لارې به څه باندې پنځه زره ښځې مرستې ترلاسه کړي او تر څنګ یې د خپلو غونډو لپاره ځای ولري.