مایکل مک‌کال وايي، له افغانستانه د امریکایي سر تېرو له وتلو سره دې هیواد کې د ښځو وضعیت خراب شوی دی

مایکل مک‌کال وايي، له افغانستانه د امریکایي سر تېرو له وتلو سره دې هیواد کې د ښځو وضعیت خراب شوی دی

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مک‌کال دا څرګندونې په واشنګټن کې د استازو جرګې ته د افغانستان د پخوانۍ سفیرې رویا رحماني د بلنې په مناسبت کړې دي.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له‌خوا یوه خبرپاڼه کې چې پرون ناوخته خپره شوې لیکل شوي، افغانستان کې له ښځو هر ډول ازادي اخستل شوې، ښوونځیو ته نه‌شي تلای او ان بې له محرمه د سفر اجازه هم نه‌لري.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په خبرپاڼه کې په افغان نجونو د پوهنتونونو تړل کېدو، پارکونو ته یې په تلو بندیز، نادولتي موسسو کې یې د کار مخنیوي او یو شمېر نور بندیزونه هم یاد شوي.

خبرپاڼه د مک‌کال له قوله لیکي، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښوونځي او پوهنتونونو ته د نجونو د تلو مخه نیول شوې.

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر وايي، د استازو جرګې ته یې د رویا رحماني له بلنې موخه افغان ښځو ته دا پيغام رسول دي چې دوی نه‌دي هېرې شوي.