په کابل کې د قطر سفیر وایي، هېواد یې غواړي له افغان یتیمانو، کونډو او اړمنو لپاره د مرستې یو خیریه دفتر پرانیزي.
د راپورونو له مخې، د قطر سفیر مبارک الخیارین دغه خبره تېره ورځ د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې کړې ده.
نوموړي ویلي، هېواد یې د ا.ا له بهرنیو چارو وزارت سره تر هوکړې وروسته د دغه دفتر د پرانېستلو لپاره چمتووالی نیسي.
تر دې وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي هېوادونو باندې نیوکه شوې چې د امریکا او لویدیځ پرتله یې د افغانستان د بشري ناورین په کمولو کې د پام وړ ونډه نه ده اخیستې.