د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني، د ا.ا لهخوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په غبرګون کې ويلي چې ا.ا افغانستان اشغال کړی دی او وګړي یې برمته کړي دي.
ښاغلي غني په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکلي دي، چې په اوسنې وخت کې د ښځو د زده کړې او کار حق یوازینۍ موضوع ده چې ټول افغانان پرې اجماع لري.
هغه ويلي دي چې دی باور لري ا.ا نهشي کولای د خلکو د ملي اجماع په وړاندې ودرېږي.
اشرف غني، په افغانستان کې د ښځو د زده کړې او کار ستونزه د مایوسۍ وړ او هغه په ۲۱ پېړۍ کې د جنسیتي تبعیض یوه ښکاره نښه بللې ده.