نوموړی اوسمهال د چین ولسمشر سربېره د واکمن کمونیست ګوند عمومي منشي او د وسله والو ځواکونو سرقومندان هم دی.
هغه یکشنبې رسما د دریمې پرله پسې دورې لپاره هم د دغه ګوند د مشر په توګه تایید شو او ډېر ژر به خپل نوی ټیم اعلان کړي.
شي جین په ۲۰۱۸ کال کې د چین ولسمشرۍ لپاره د دوو دورو محدودیت ختم کړ او په دې توګه یې تر نامحدودې مودې پورې ځانته په واک کې د پاته کېدو لاره هواره کړه.
د دریم ځل لپاره د مشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته اوس باور دا دی چې راتلونکې مارچ میاشت کې به د ولسمشر په توګه وټاکل شي.