شهباز شریف: د پیسو نړیوال صندوق اسلام اباد ته د پور ورکولو لپاره سخت شرایط ایښې دي

شهباز شریف: د پیسو نړیوال صندوق اسلام اباد ته د پور ورکولو لپاره سخت شرایط ایښې دي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ وویل چې د پیسو نړیوال صندوق اسلام اباد ته د پور د ورکړې لپاره له تصوره دباندې سخت شرایط ایښې دي، خو له منلو پرته بله لاره نه شته.

شهباز شریف دا خبرې پرون پېښور کې د غونډې پر مهال  د ملکي او پوځي مشرانو په شتون کې  کړي دي.

د پیسو د نړیوال صندوق یا ای ایم ایف استازیو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

پاکستان له ای ایم ایف څخه په داسي حال کې د شپږ اعشاریه پنځه میلیارده ډالر پور غواړي چې دې هیواد د مرکزي بانک اسعاري زېرمه درې اعشاریه صفر نهه میلیاردو ته راښکته شوې او دا پیسې د څو اونیو وارداتو لپاره هم بسنه نه کوي.

د پاکستان روپۍ په تېرو څو ورځو کې په پرله پسې ډول د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

تېر ماښام د بانکي بیې له مخې یو ډالر په څه باندې دوه سوه شپږ اویا روپیو تبادله شوی خو په ازاد بازار کې بیا د ډالر قیمت تر دې لږ تر لږه لس روپۍ لوړ دی.