دا خبره د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي پرون جمعه په یوه بیان کې وکړه او ویې ویل چې د دغو خبرو لپاره شرایط اوس سم برابر نه دي.
د ښاغلي کربي په وینا، پوتین تراوسه هېڅ نښه نده ښودلې چې هغه دې خبرو ته لېولتیا ولري.
بایډن د پنجشنبې په ورځ له فرانسوي سیال ایمانویل مکرون سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دی لېواله دی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له پوتین سره خبرې وکړي، خو که هغه وغواړي چې دغه جګړه پای ته ورسوي.