د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلینسکي وایي، پوځیانو یې د اوکراین په ختیځ کې نهه ویشت مېشتځایونه او څه باندې اووه سوه اویا کیلومتره سیمه ازاده .کړې ده
د دې نیول شويو سیمو څخه شپږ یې په لوهانسک کې دي.
لوهانسک، خرسون، زاپروژیا او دونیڅک د اوکراین د خاورې هغه برخې دي چې روسیې په غیرقانوني ډول له خپلې خاورې سره ګډې کړي دي.
بل لور ته د روسیې دفاع وزارت پرون وویل چې په دونیڅک کې یې د لیمان ښارګوټې ته څېرمه د اوکرایني ځواکونو د پرمختګ مخه نیولې ده او له هغوی څخه یې درې کلي بېرته نیولي دي.
د جګړې له ډګره په خپلواک ډول د دې ادعاوو تایید نه دی شوی