د اوکراین ولسمشر ولاد يمیر زلنسکي له نړیوالو مرستندویو هیوادونو وغوښتل چې د اوکرایین د بیارغونې لپاره مالي مرستي وکړي.
زلنسکي وویل،چې اوکرایین د روسیې له خوا په حملو کې د ویجاړو شویو ښوونځیو او کورونو د بیا رغولو لپاره ډېرو پیسو ته اړتیا لري.
زلنسکي پرون چهارشنبې په واشنګټن کې د نړیوال بانک او د پیسو د نړیوال وجهي صندوق، IMF غونډې ته په خبرو کې وویل، اوکراین شاوخوا ۵۵ ملیارډ ډالرو ته اړتیا لري..
د IMF مشرې او د امریکا د خزانې وزیر ویلي چې، نړیواله ټولنې هوډ کړې چې له اوکراین سره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.