د افغانستان دبشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیټ د خپل ماموریت له غځېدو خوښیي څرګنده کړه
ښاغلي بېنیټ پرون ( یکشنبه) د یوه ټويټ په خپرولو سره وویل ، له ټولو اړخونو سره به د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره کار وکړي .
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دا تېره جمعه ، په افغانستان کې د ریچارد بېنیټ ماموریت یوه بل کال ته هم وغځاوه.
د ملګرو ملتونو دبشري حقونو شورا وايي، بېنیټ به د بشري وضعیت د ارزونې سربېره د ماشومانو د حقونو او دغه راز د بشري حقونو د سرغړونو د ثبت او راپور ورکولو چارو ته هم به دوام ورکړي.