دغه پېښه د اکتوبر په ۱۷ ییسک ( Yeisk) ښار کې رامنځته شوه.
راپورونه وايي،دا الوتکه یوې هستوګنیزې ودانۍ ته نژدې ولوېده او اور پرې بل شو.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت پرون ناوخته وویل چې پېښه کې ۲۵ تنه ټپیان شوي هم دي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، پېښه د الوتکې د پرواز پر مهال یوه انجن کې د اور لګېدنې له کبله شوې ده.
د سوټا په نوم انلاین ورځپاڼې د مړو شویو شمېر ۶ او د ټپیانو ۲۷ ښودلی دی.