د یوناما مشرې د ا.ا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره لیدلي دي

د یوناما مشرې د ا.ا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره لیدلي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشره روزا اوتونبایوا وایي چې یوناما د افغانستان او نړۍ ترمنځ د واټن د راکمولو لپاره د پله حیثیت لري.

دا خبرې  روزا اوتونبایوا پرون په کابل کې د ا.ا  د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د کتنې پرمهال کړي دي.

یوناما په خپل ټوېټر کې لیکلي  چې په دې لیدنه کې د اعتماد په رامنځته کولو،  بانکدارۍ او د نجونو پر موضوعاتو بحث او څېړنې شوي دي.

اوتونبایوا تېره میاشت د یوناما نوې مشره وټاکل شوه او دا یې له امیرخان متقي سره لومړۍ کتنه وه.