د کندز سیمه‌ییز چارواکي ادعا کوي چې په لسګونو زره جریبه دولتي ځمکي یې له غاصبینو بېرته را ګرځولې دي

د کندز سیمه‌ییز چارواکي ادعا کوي چې په لسګونو زره جریبه دولتي ځمکي یې له غاصبینو بېرته را ګرځولې دي

باختر اژانس په کندز کې  د کرهنې، او مالدارۍ د رئیس په وینا خبر ورکړ چې په تېرو دوو میاشتو کې یې له غاصبینو څخه څه باندې دوه څلویښت زره  او پنځه سوه جریبه ځمکه بېرته نیولې ده.

کندز یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېرې برخې یې د جمهوریت پر مهال د ا.ا په واک کې وې.

په تېرو څو لسیزو کې زورواکو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي ځمکې غضب کړې دي چې لا هم اکثره ځکمې د دوی په لاس کې دي.