د کرکټ نړیوالې شورا د څو میاشتو راهیسي یوه ځانګړې کاري ډله ګمارلې تر څو د افغانستان د کرکټ وضعیت څارنه وکړي.
دغې شورا د شنبه په ورځ د اسټرالیا په ملیبورن کې یوه ناسته درلوده، چې د افغانستان په استازیتوب د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف هم په کې ګډون درلود.
د افغانستان د کاري ډلې مشر عمران خواجه رسنیو ته وویل، کرکټ بورډ یوه خپلواکه اداره ده او دوی تل هڅه کړې چې ټولو ته دي د کرکټ کولو فرصت برابر شي.
ښاغلي خواجه له کرک انفو ویبپاڼې سره په مرکه کې دا هم ویلي دي، سره له دې چې د ښځو د کرکټ پر وړاندې ننګونې شته خو دوی د دې ستونزې د حل په برخه کې د افغان کرکټ بورډ سره په ګډه کار پیل کړی دی.
د نوموړي په وینا د افغانستان لپاره جوړه شوې کاري ډله د افغان کرکټ بورډ له لورې د شویو ژمنو تر څارنې وروسته د کرکټ نړیوالې شورا ته به راپور ورکوي.
د کرکټ نړیوالې شورا دغه ځانګړې کارې اداره د ۲۰۲۱ کال په اکسټ میاشتې کې د ا.ا یو ځل بیا واک ته تر رسېدو وروسته جوړه کړه، یاده اداره د افغانستان کرکټ څاري او په هکله یې نړیوالې شورا ته ریپورټ ورکوي.
افغانستان د کرکټ په نړیوالې شورا کې یوازېنی هیواد دی چې د بشپړ غړیتوب سره لاهم ښځېنه کرکټ لوبډله نه لري.
د افغانستان د کرکټ ښځېنه لوبډلې د جوړېدو په اړه داسې مهال بحثونه کېږي چې ا.ا په افغانستان کې ښځې له زده کړې، کاره او په تازه پرېکړه کې حتا پارکونو او ورزشي کلبونو ته له تګه هم منع کړې دي.