د کابل د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودنه پرون ماسپښین د شیخ محمدروحاني د جومات دننه هغه مهال وشوه چې لمونځ کوونکي د لمانځه لپاره سره راټول شوي وو.
عبدالنافع ټکور د کورنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته وویل چې د پېښې ټپیان ټول ملکيان دي.
د دې پېښې مسولیت لا تر اوسه چا ندی منلی.