د ټولنیزو شبکو کاروونکو او محلي رسنیو د شپې ناوخته د درنو چاودنو او پرله پسې ډزو په اړه راپورونه هم خپاره کړي چې ویل کېږي نښته د څو ساعتونو لپاره روانه و.
د کورنیو چارو وزارت د پېښې په هکله ډېرو جزییات نه دي ورکړي خو ځینو رسنیو ته یې ویلي چې د پنځه سوه فامیلیو په سیمه کې تصفیوي عملیات دوام لري.
تر دې مخکې هم ا.ا څو ځلې د کابل په شمال سیمو کې د شپې لخوا عملیات ترسره کړي او ادعا یې کړې چې د داعش پټنځایونه یې له منځه وړي دي.