د کورنیو چارو وزارت په حواله نن سهار د کابل ښار نظامي هوايي ډګر په بهرني قراول کې چاودنې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
عبدالنافع ټکور د کورنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته په استول شوي پېغام کې ویلي دي: “نن سهار د کابل نظامي هوايي ډګر په بهرني قراول کې چاودنه وشوه چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول. د پېښې نور جزییات او لټون روان دی.”
ټکور د پېښې د مرګ ژوبلې کره شمېر په هکله نور څه ندې ویلي.
کابل ښاریان هم وايي چې نن یکشنبه د سهار شاوخوا اته بجې د کابل هوايي ډګر سړک ته نږدې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د دې برید مسولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.