د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس رسنیو ته ویلې دي، دا لاره د بکک کوتل په سیمه کې د واورو له کبله بنده شوې وه، او د کوتل دواړو غاړو ته ۲۷ مسافر وړونکي موټر بند پاتې و چې پرون ماذدیګر بېرته خلاصه شوه.
تر اوسه د بند پاته شویو مسافرو د ځاني او مالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
د سالنګ په ګډون د افغانستان یو شمېر غرنۍ لارې وخت نا وخت د ژمي پر مهال د درنو واورو له کبله بندېږي.