د پکتیا یو شمېر مشرانو له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځیو د پرانيستو غوښتنه کړې ده.
دا خبر حامد کرزي پرون یکشنبې پر خپل ټویټرپاڼه خپور کړی دی او له خپله اړخه یې هم پرا.ا غږ کړی دی چې د نجونو بندي ښوونځي دي ژر پرانیزي.
سبا د اکتوبر ۲۵مه، څلور سوه ورځې کېږي چې ا.ا له شپږم ټولګي پورته اکثرو نجونو باندې د ښوونځیو دروازې بندې کړي دي.
پر ا.ا له فشارونو سره لا هم روښانه نه ده چې دا ښوونځي به څه وخت پرانيستل کېږي.