دغه وزارت، هغو نجونو ته چې ټاکلې وه سږ کال يې دوولسم ټولګي کې زده کړې بشپړې کړي وای، اوس له یوې ازموینې وروسته له دوولسم ټولګي د فراغت سند ورکوي.
د پوهنې وزارت د پرېکړې له مخې دا ازموینه به د روان کال د لیندۍ په شپاړسمه نېټه واخیستل شي.
ویل کیږي چې د دغو زده کوونکو د ارتقا ازموینې ته د ټولو درسي مضمونونو څخه ۱۴۰ پوښتنې چمتو شوي چې په یوه درې ساعته ازموینه کې به زده کوونکو ته ورکول کېږي.
له شپږمو د پورته نورو ټولګیو د برخلیک په اړه تر اوسه هېڅ معلومات نشته.