د پاکستان په شمال لوېديځ کې وسله والو جنګياليو د دغه هیواد د امنيتي ځواکونو پر موټر ډزې کړي او يو پوليس يې وژلی دی

د پاکستان په شمال لوېديځ کې وسله والو جنګياليو د دغه هیواد د امنيتي ځواکونو پر موټر ډزې کړي او يو پوليس يې وژلی دی

د راپورونو له مخې دا پېښه پرون د خيبرپښتونخوا بنو ته څېرمه په دوغر عمرزي کلي کې شوې او بریدګر له سیمې تښتېدلي دی.

تر اوسه  کومې ډلې د دغه برید مسولیت پر غاړه نه دی اخیستې.

په پاکستان کې دا ډول پېښې تر هغه وروسته ډېرې شوې چې تحریک طالبان پاکستان د اسلام اباد له حکومت سره اوربند پای ته ورساوه او خپلو جنګیالیو ته یې امر وکړ چې یاد هېواد کې بریدونه بېرته پېل کړي.