داسي ښکاري چې ښاغلی ثناالله له خپلې هغې خبرې پرشا شوي وي چې ځو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د ده په حواله لیکل شوي وه.
د رانا ثناالله په حواله ټولنیزو رسنیو کې خبر خپور شوی و که چرې ا.ا په افغانستان کې ميشت د تحريک طالبان پاکستان خلاف ګامونه وانخلي نو پاکستان حق لري په افغانستان کې هغه ترهګر په نخښه کړي کوم چې په پاکستان کې ترهګري کوي.
د رانا ثنالله تر بيان وروسته د ا.ا د حکومت وياند ذبېح الله مجاهد سخت غبرګون ښودلی و او په يو بيان کې يې ويلي وو پاکستان دې د بې بنياده او پاروونکي ويناګانو نه ډډه وکړي ګني ا.ا د افغانستان په دفاع کې تر هر چا ښه پوهيږي او په دفاعي جنګ کې د هرچا ډېره تجربه لري.