د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په شارجه سټډیوم کې د افغان او پاکستاني ننداره‌چیانو ځایونه به سره جلا شي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په شارجه سټډیوم کې د افغان او پاکستاني ننداره‌چیانو ځایونه به سره جلا شي

د پاکستان جنګ او جیو ټي وي راپور ورکړی چې د شارجې د سټډيوم مسوولینو دوی ته تاییده کړې چې د افغان او پاکستاني ننداره چیانو د احتمالي شخړې د مخنیوي لپاره یې دا پرېکړه کړې ده.

تر اوس پورې د شارجې د سټديوم منتظمینو او د متحده عرب اماراتو کرېکټ بورډ په دې اړه رسماً څه نه‌دي ویلي.

 د مهال وېش سره سم د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ملي ټیمونه د مارچ په وروستیو کې د شارجې په نړیوال سټډيوم کې درې شل اووریزې لوبې لري.

د راپورونو له مخې تېر سپټمبر د اسیا کپ پر مهال په سټډیوم کې دننه د افغان او پاکستاني ننداره چیانو تر منځ د سختې شخړې د رامنځته کېدو وروسته د شارجې پولیسو څه باندې درې سوه افغان ننداره‌چیان او لسګونه پاکستانیان نیولي وو.

اوس مهال د افغانستان د کرېکټ ملي ټيم لوبغاړي په اماراتو کې د کوربه هیواد سره د درې شل اوریزو لوبو لپاره په تمرینونو بوخت دي.