د دې وزارت هوا پېژندنې ادارې پرون په یوه اطلاعیه کې ویلي، د افغانستان په شمال، شمال ختیځ، مرکزي، او شمال غربي ولایتونو کې نن د مې په ۱۹د سختو اورښتونو، تالندۍ، برښنا او د سېلابونو د بهېدلو احتمال شته.
په بېلابېلو ساحو کې د اورښتونو اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې جمعې د سختو سېلابونو له کبله په غور کې ۵۰ او په فاریاب کې ۱۸ کسان مړه شوي دي.
د غويي یا ثور پر ۲۱مه په بغلان کې د سېلابونو له کبله تر ۳۰۰ زیات کسان مړه او د خلکو کورونه او کرنیزي مځکي سخت زیانمن شوي وو.